په افغانستان کې د جاپان پخواني سفیر تاکاشي اوکادا د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره په لیدنه کې د خپل ماموریت د پای اعلان وکړ. اوکادا ویلي، چې تاکویوشي کورمایا په افغانستان کې د جاپان د نوي سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې په افغانستان کې دجاپان پخواني سفير تاکاشي اوکادا په تيرو دوو کلونو په تيره بيا د طالبانو په دوره کې د خپل ماموريت د مثبتو اغيزو او لاسته راوړنو يادونه وکړه او د افغانستان او جاپان د اړيکو پر ښه والي يې ټينګار وکړ. متقي هم د اوکادا د کارونو ستاینه وکړه او د جاپان نوي سفیر ته یې د بریالیتوب هیله وکړه.