د شنبې په ورځ د میزان په ۲۲مه طالبانو د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ په ډاګران سیمه کې دوه پخواني پولیس عسکر په ډزو ووژل.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ ځايي سرچينې وايي، دغه دوه پخواني سرتېري دادي خان او جاويد په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته بې وسلې شول او خپل عادي ژوند ته يې دوام ورکول. د طالبانو دغه عمل د بشري حقونو سازمانونو په پراخه کچه غندلی دی.