د لبنان په سویل کې د جمعې په ورځ د اسراییلو او د لبنان د حزب الله ترمنځ د نښتو په ترڅ کې د عصام عبدالله په نوم د رویټرز خبریال وژل شوی او شپږ نور خبریالان د اسراییلي ځواکونو په برید کې ټپیان شوي دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د رویټرز اژانس د راپور له مخې د خبریالانو دغه ډله د اسرائیل پولې ته څېرمه الما الشعب ته نږدې په کار بوخته وه چې د اسرائیلي پوځ له خوا په نښه شول. رویټرز وايي، عبدالله په داسې حال کې وژل شوی، چې خپرونکو ته یې د ژوندۍ ویډیو سیګنال لېږل.