د معمار پرس د خبر له مخی، د میزان ۱۸مه; طالبانو د ازبکستان په مرکز ترمذ کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل کړې ده. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي، چې دغه وزارت په بهر کې قونسلګرۍ خدماتو ته د افغانانو او بهرنیو اتباعو د لاسرسي زمینه برابروي. هغه زیاته کړه، چې دغه کار د ازبکستان په همکارۍ شوې ده.