د ایران او افغانستان د ګډ کونسلګرۍ د کمیسیون څلورمه غونډه له اته کلنې وقفې وروسته په تهران کښې د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزارتونو د قونسلګرۍ د دفترونو د عمومی مدیرانو په مشرۍ جوړه شوه.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د اتباعو د قونسلګرۍ په مهمو مسايلو، د ناقانونه کډوالو د دوامدار راستنېدو او د ناقانونه کډوالو د بهير د مخنيوي لپاره د کابل د جدي مسووليت او همکارۍ په اړتيا خبرې وشوې. همدارنګه د لوړ پوړو افغان محصلینو د علمي او اکاډمیکو همکاریو لپاره د چمتووالي اعلان او د دوی د زده کړو د دوام پر اړتیا، د نشه یي توکو د قاچاق په وړاندې د مبارزې په برخه کې د پولیسو د همکاریو پر پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو د ټرانزیټي لارو د خنډونو او ستونزو د حل په اړه خبرې وشوې.