رویټرز د طالبانو له طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارت د چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې د هرات د زلزلې له امله د مړو شمیر ۲۰۵۳ تنو ته رسیدلی دی.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو له پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت ویاند جانان فایق نن (یکشنبه د میزان ۱۶ مه) په یوه خبري غونډه کې وویل: تر اوسه د اعلان شویو شمېرو له مخې په هرات کې د تېرې ورځې په زلزله کې دوه زره او ۵۳ تنه مړه او تر ۹ زرو ډېر نور ټپیان شوي دي. تر دې مخکې رویټرز د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ویاند عرفان الله شرفزوي له قوله ویلي و چې د هرات په زلزله کې د وژل شویو کسانو شمېر تر ۵۰۰ اوښتی دی. هغه زياته کړه چې په دې زلزله کې تر ١٣٢٩ زيات کورونه يا ويجاړ شوي او يا هم زيانمن شوي دي.