د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د چین د سیچوان ایالت په چنګدو ښار کې د برېښنا د تولید له مرکز څخه د لیدنې پر مهال د دغه شرکت د تجربو د انتقال غوښتنه وکړه.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقی د چین د سیچوان ایالت په چنګدو ښار کې د بریښنا د تولید له مرکز څخه چې په دغه هیواد کې د بریښنا له سترو سرچینو څخه شمیرل کیږي لیدنه وکړه. متقي د دغه شرکت له مسوولينو سره د افغانستان او چين ترمنځ د برېښنايي انرژۍ د همکاريو د پراختيا په اړه خبرې وکړې او له هغوى يې وغوښتل چې د برېښنايي انرژۍ د توليد په برخه کې خپلې تجربې له افغانستان سره شريکې کړي.