امریکايي چارواکو په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د رسمي کېدو په اړه په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې له دې ډلې سره د اړیکو عادي کول ستونزمن دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د سې شنبې په ورځ د میزان ۱۱ مه په واشنګټن کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې امریکا طالبانو ته وايي چې د خپلو ژمنو په اړه باید حساب کتاب وکړي. د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې د مشر مایکل مک کال د خبرو په ځواب کې کربي وویل: “هغه څه چې موږ یې اوس کوو، باید له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو په معنا ونه ګڼل شي.”