د فارمت مسکو غونډې په وروستۍ ګډه اعلامیه کې د سیمې هېوادونو له امریکا وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ دې ژر تر ژره خوشي شي او ټینګار یې وکړ چې طالبان دې د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو او په افغانستان کې د بشري حقونو د درناوي لپاره کار وکړي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ په دغه بیانیه کې چې د روسیې په کازان ښار کې د فارمت مسکو د پنځمې غونډې په پای کې خپره شوه، ویل شوي چې “د خواشینۍ ځای دی چې په افغانستان کې د یوه رښتیني ټول شموله حکومت د جوړولو په برخه کې کوم پرمختګ نه دی شوی کوم چې په دې هیواد کې د ټولو توکمیزو سیاسي ډلو ګټې منعکس وکړي.” په دغه بیانیه کې همداراز ټینګار شوی چې په افغانستان کې د کار، تعلیم او عدالت د مساوي حقونو په ګډون د جنسیت، توکم او مذهب له توپیر پرته د خلکو اساسي حقونو او آزادیو ته درناوی وشي.