د طالبانو د سرې میاشتې عمومي ریاست اعلان وکړ چې د دې ادارې مشر مولوي مطیع الحق خالص د بشري مرستو د مالي ستونزو د حل په موخه سویس ته سفر کړی دی.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د سرې میاشتې عمومي ریاست نن دوشنبه (د میزان ۳مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې مولوي خالص په یوه شپږ ورځني سفر جینوا ته لاړ او د ملي ټولنې د نړيوال سازمان د غړو هېوادونو د ملي نفوسو د استازو په مشورتي غونډه کې يې ګډون کوی. طالبانو ویلي، چې مولوي خالص به په دې ناسته کې په نړیواله کچه د بشري مرستو د مالي بحران پر ستونزو او د هغې پر حل لارو خبرې وکړي