بلومبرګ د یوه راپور په خپرولو سره اعلان کړی، چې افغانستان ته د میلیاردونو ډالرو د بشري مرستو جریان د دې لامل شوی، چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت وساتل شي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ بلومبرګ د سې شنبې په ورځ (د میزان په ۴مه) راپور ورکړ، چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د بیې لوړېدل د افغانستان په څېر هېواد کې غیر معمولي خبره ده، چې اوسېدونکي یې د طالبانو له لوري له بشري حقونو تر ټولو ناوړه سرغړونې سره مخ دي. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د طالبانو له خوا د بشري حقونو د تر ټولو ناوړه سرغړونې سره مخ دی.