د معمار پرس د خبر له مخې؛ دا خبره د افغانستان د ازادۍ جبهې اعلان کړې ده چی د مزارشريف ښار د بلخ ولايت د مركزي زندان په دروازه كې د خپلو ځواكونو په عملياتو كې د طالبانو د تګ راتګ لاره وتړل او د دغې ډلې غړو ته يې مرګ ژوبله واړوله. د افغانستان د ازادۍ جبهې د یوې ویدیو ټیپ او یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې دغه عملیات د یکشنبې په ورځ د میزان په ۲ مه د شپې په ۸:۱۰ بجو ترسره شوه. په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې عملیاتو کې د وسله والو طالبانو څخه یو تن وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.