د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د شنبې په ورځ په امریکا او کاناډا کې له مېشتو یو شمېر متخصصینو سره په کتنه کې له هغوی وغوښتل چې هېواد ته راستانه شي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د کانونو او پټروليم وزارت مطبوعاتي دفتر يوه خبرپاڼه خپره کړې او ويلي يې دي چی د دغه وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور په امریکا او کاناډا کې له مېشتو یو شمېر متخصصینو سره په کتنه کې افغانستان ته د متخصصو پرسونل د راتګ غوښتنه کړې ده. دلاور په دې غونډه کې وويل چې افغانستان د کانونو او پټروليم سکتور د پراختيا لپاره متخصصو ځواکونو ته اړتيا لري. نوموړي دغه راز په دې برخه کې په تېرو دوو کلونو کې د اسلامي امارت د لاسته راوړنو راپور هم وړاندې کړ.