د جرمني چارواکو اعلان کړی چې د افغانانو د منلو د پروګرام له لارې هېڅ پناه غوښتونکی هېواد ته نه دی داخل شوی، په داسې حال کې چې د دغه پروګرام له اعلان څخه ۱۱ میاشتې تېرې شوې دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د فازداتنت په حواله، د جرمني چارواکو د یکشنبې په ورځ د سنبلې په ۲۶مه اعلان وکړ، چې په نږدې راتلونکي کې به محدود شمېر افغانانو د منلو د پروګرام له لارې دغه هېواد ته داخل کړي. معلومات ښیې چې د سپټمبر تر 6 پورې، یوازې 20 هغه کسانو چې د دې پروګرام له لارې د داخلیدو تصدیق ترلاسه کړی د امنیتي مرکې او اسنادو چمتو کولو پروسه بشپړه کړې.