تاریخ انتشار: 27 سنبله 1402 - 12 ماه پیش
موضوع:‌ خبرونه
شماره: 6038

جرمني اعلان وکړ چې په تېر یوه کال کې یې د منلو د پروګرام له لارې هیڅ افغان تبعه نه دی منلی

د جرمني چارواکو اعلان کړی چې د افغانانو د منلو د پروګرام له لارې هېڅ پناه غوښتونکی هېواد ته نه دی داخل شوی، په داسې حال کې چې د دغه پروګرام له اعلان څخه ۱۱ میاشتې تېرې شوې دي.