د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال اعلان وکړ چې د یوټیوب د فعالانو لپاره یې سخت قوانین وضع کړي دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستيال حيات الله مهاجر د يکشنبې په ورځ د باختر خبري آژانس ته وويل چې دغه قوانین په افغانستان کې د يوټيوب د کاروونکو د زياتوالي له امله وضع شوي دي. هغه زیاته کړه چې د دې قوانینو د رامینځته کولو هدف د “يوټيوب د کاروونکو د فعالیت تنظیمول” او “د غیر اخلاقي مینځپانګو د خپرولو مخنیوی او د اسلامي ارزښتونو خلاف دی”.