د طالبانو مشر ملا حسن اخند ته په یوه لیک کې د پاکستان موقت لومړي وزیر انوارالحق کاکړ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا غوښتنه کړې ده.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ په دغه لیک کې چې د دوشنبې په ورځ خپور شو، کاکړ ویلي چې پاکستان له افغانستان سره نږدې دوستانه اړیکې لري چې د دواړو هېوادونو په مذهبي، کلتوري او تاریخي مشترکاتو ولاړې دي. کاکر دا هم لیکلي چې د سیمه ییزې سوداګرۍ او اړیکو زیاتوالی د دواړو هېوادونو د خلکو د هوساینې لپاره حیاتي دی. نو دواړه خواوې بايد ګډو موخو ته د رسېدو لپاره په ګډه کار وکړي.