د معمار پرس د خبر له مخې؛ د هرات د امنيه قوماندانۍ د پاسپورټونو رييس ملا محمد حسين رحيمي په يوه خبري ناسته کې دغه څرګندونې وکړې چی دغه دفتر ګڼ شمېر مشتریانو ته پاسپورټونه وېشي، خو ښاریان باید د کار بهیر ګډوډ نه کړي. رحیمي وویل چې آفلاین غوښتنلیکونه به هم پروسس شي، خو له دې وروسته به د کاغذونو غوښتنلیکونه د اعتبار وړ نه وي. دا مهال په هرات کې د پاسپورټونو د وېش بهیر د مراجعینو د شمېر له زیاتوالي سره مخ دی چې د کار بهیر یې له خنډ سره مخ کړی دی.