په کابل کې د ایران سفیر وايي، د افغانستان په تړاو د ایران دریځ د کورنۍ جګړې او ګاونډیو هېوادونو سره د جګړو په مخنیوي کې مرسته کوي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ په افغانستان کې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي د چهارشنبې په شپه د قم په ښار کې په یو لړ مراسمو کې د وینا پر مهال وویل، موږ به دې ته پام وکړو چې امریکایان بیا په افغانستان کې د تېر په څېر فضا رامنځته نه کړي. د افغانستان په اړه د ایران اسلامي جمهوریت کړنلاره دا ده چې له ګاونډیو هېوادونو سره د کورنۍ جګړې او شخړو د مخنیوي په برخه کې مرسته وکړي.