په غزني کې سیمه ییزې سرچینې په دغه ولایت کې د اوبو د انتقال د ۱۷ کوچنیو بندونو د جوړولو د پیل خبر ورکوي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د اوبو د دغو بندونو د جوړولو کار د چهارشنبې په ورځ د سنبلې په لومړۍ نېټه د څه باندې ۳۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د افغانستان لپاره د ناروې د کمېټې په مالي مرسته د غزني ولایت په واعظ ولسوالۍ کې پیل شو. د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغو بندونو د جوړولو په پيلېدو سره څه باندې درې زره اوسېدونکو ته د کار زمينه برابره شوې ده.