د معمار پرس د خبر له مخې؛ دا خبره د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) کړې ده چی د روان کال په جون میاشت کې د دغه سازمان د تغذيې د مشاورینو له خوا څه باندې ۱.۳ میلیونه افغان ماشومان چې د سختې خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ وو، معاینه شول. یونیسف په یوه ټویټ کې چې د اسد په ۳۰مه خپور شوی، افغان میندو ته سپارښتنه کړې چې په ګرځنده او ثابتو روغتیايي مرکزونو کې د یونیسف د مشاورینو په سپارښتنو او لارښوونو باور وکړي او د خوارځواکۍ نښې وپیژني. یونیسف زیاته کړه چې د جون په میاشت کې، دوی د سخت خوارځواکۍ له امله له 1.3 ملیون څخه ډیر ماشومان معاینه کړي