په افغانستان کې د ایران سفیر او ځانګړي استازي وویل، د ۱۳۵۱ کال د تړون د مادو د برخې په اړه د افغان حکومت ژمنتیا د باور او ښه ګاونډیتوب په برخه کې د رغنده تعاملاتو د پیل یوه مثبته نښه ده.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ په افغانستان کې د ایران سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي په دهراود کې د اوبو د اندازه کولو سټیشن ته د ایراني پلاوي سفر د افغان حکومت ژمنتیا او د ۱۳۵۱ کال د تړون د مادو د یوې برخې د تطبیق ښکارندويي کوي. هغه د اوبو د اندازه کولو سټیشن ته د ایراني کارپوهانو سفر د اعتماد او ښه ګاونډیتوب په برخه کې د رغنده تعاملاتو د پیل یوه مثبته نښه وبلله.