د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په ایران کې مېشتو افغانانو ته د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل شوې ده.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د دغه وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد د دوشنبې په ورځ د اسد په ۳۰مه په “ایکس” ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې دوی نویو زیږیدلو ماشومانو ته د پاسپورټونو ورکولو ته لومړیتوب ورکوي. د هغه په وينا، د ماشومانو د پاسپورت د صادرولو لپاره د زېږون برېښنايي تذکرې او یا د زېږېدنې سند يا د پلار پاسپورټ او د هېواد د استوګنې کارت ته اړتيا ده. په همدې حال کې په هېواد کې دننه ښاریان د پاسپورت د وېش له بهیر څخه شکایت کوي.