د کرکټ نړیوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د نړۍ په لسم مقام کې ده. د کرکټ د نړیوالې شورا په دې نوې درجه بندۍ کې ټول هغه هېوادونه چې د کرکټ ملي لوبډلې لري د خپلو ټیمونو د لاسته راوړنو له مخې ارزول شوي دي. په دې درجه بندۍ کې په شل اوریزو لوبو کې د هند د کرکټ ملي لوبډله په لومړي او افغانستان په لسم ځای کې ده.