په ننګرهار، پکتیا او کندز ولایتونو کې سرچینو اعلان کړی چې په دې وروستیو کې څلور خبریالان په دغو ولایتونو کې د سرپرستو ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د مشهورو سرچینو په وینا، په ننګرهار ولایت کې د کلید راډیو خبریالان فقیر محمد فقیرزی او جان اغا صالح، په پکتیا ولایت کې د اریانا نیوز خبریال حبیب سراب او په کندز ولایت کې د سلام وطندار راډیو خبریال حسیب حساس د دولتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي. ویل کیږي چې دغه خبریالان د سرپرست حکومت د استخباراتو له خوا نیول شوي دي. تر اوسه د دغو خبريالانو د نيولو لامل معلوم نه دى او وسله والو طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ويلي.