د اجرائيه رياست اداري مرستيال د جوزجان ولايت له علماوو سره په کتنه کې ټينګار وکړ چې پوهنې ته د لاسرسي حق د دغه ولايت د خلکو لپاره ډېر مهم دى.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د جوزجان ولایت د علماوو او مجاهدینو یوې ډلې د سرپرست حکومت له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې پر ټولنیزو، امنیتي او اقتصادي مسایلو خبرې وکړې. د صدراعظم له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې د علماوو پلاوي د پوهنې، دیني مدارسو، روغتیا او مواصلاتو په اړه خبرې وکړې او له سرپرست حکومته یې وغوښتل، چې دغو مسایلو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.