د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند تایید کړه چې د څو امریکایانو په ګډون یو شمېر بهرني اتباع د دولتي ځواکونو له خوا نیول شوي او بندیان شوي دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د سرپرست حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وايي، د امنيتي ځواکونو له لوري د يو شمېر امريکايانو په ګډون د بهرنيو هېوادونو يو شمېر اتباع نيول شوي دي. مجاهد په یوه مرکه کې د نیول شویو کسانو د شمېر په اړه له څه ویلو پرته ویلي، چې دغه کسان د امنیتي مسایلو په ګډون د ځینو مسایلو په تړاو نیول شوي دي.