د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست په هیواد کې د بشري مرستو د رسولو په طریقه او د دغو مرستو په اسرافلو نیوکه وکړه.
د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني په انټرکانټیننټل هوټل په یوه غونډه کې دا څرګندونې وکړې چی ډیری مرستندویه موسسې د خپلو مرستو یوازې 20٪ خلکو ته ویشي، او 80٪ دا مرستې د بینرونو په چاپولو په دننه او بهر د تفریح لپاره ضایع او بې ارزښته کیږي. حقاني زياته کړه: موسسې کولاى شي په ولايتونو او ولسواليو کې له اوسني نظام سره په همغږۍ خپل پروګرامونه، د وېش خدمتونه او معلومات وړاندې کړي، خو تر دې وړاندې بايد له موږ سره همکاري وکړي.