د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د جلال اباد استادانو او فعالانو د سرپرست حکومت د کورنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې د نجونو او ښځو لپاره د پوهنتونونو د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ننګرهار ولایت د خصوصي پوهنتونونو یو شمېر استادانو د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره په لیدنه کې په پوهنتونونو او ښوونځیو کې د نجونو د زده کړو د بیا پیل غوښتنه وکړه. د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنتون له استادانو، دیني عالمانو او قومي مخورو سره وکتل.