خبرونه 11 اسد 1402 - 1 کال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

پاکستان او له ۵۰۰ څخه د زیاتو افغان کډوالو شړل

په اسلام اباد کې د افغان کډوالو شورا اعلان کړی، چې تر ۵۰۰ ډېر افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي او بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په پاکستان کې د افغان کډوالو د شورا د عامه اړیکو مسوول عبدالبصیر وصال دا خبره وکړه چی د کډوالو د قانوني استوګنې د اسنادو د اعتبار موده پای ته رسېدلې وه او د هغوی د دوسیو د بهیر د سستوالي له امله د هغوی د ویزو د اعتبار موده هم پای ته رسېدلې ده. وصال زياته کړه، چې ډېرى دغه کډوالو د کار د ښه والي په موخه پاکستان ته راغلي، خو د دوسيو د سستوالي له امله يې هېڅ پرمختګ نه دى شوى او له همدې امله دغه کډوالو له ډېرو ستونزو سره مخ دي او ډېرې اندېښنې لري. شاوخوا دوه اونۍ وړاندې په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو یوه غونډه وکړه او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د دوی د کډوالۍ قضیې ته جدي پاملرنه وکړي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *