د مالیې وزارت سرپرست د دغه وزارت په خالي بستونو کې د مسلکي کسانو د جذبولو په موخه د مرکزي پوهنتونونو د ۱۴۰۰ او ۱۴۰۱ کلونو له ۳۲۰ تنو ممتازو فارغانو څخه ازموینه واخیسته.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د مالیې وزارت سرپرست او سرپرست وزیر محمد ناصر اخند د ازموینې ګډونوالو ته وویل چی د مالیې وزارت د لوړو زده کړو وزارت څخه غوښتنه کوي چې موږ ته هغه کسان معرفي کړي چې په پوهنتون کې یې اول نمره و. په همدې حال کې د لوړو زده کړو وزارت علمي او مسلکي معین د مالیې وزارت د دغه اقدام هرکلی وکړ او له فارغانو یې وغوښتل چې په عملي کارونو کې له خپلو تجربو او مهارتونو کار واخلي. د لوړو زده کړو وزارت علمي او مسلکي معین لطف الله خیرخواه په دې اړه وویل چی د مالیې محترم وزارت د لوړو زده کړو له وزارت څخه غوښتنه کوي چې خپل ممتاز محصلین له خپلو معتبرو پوهنتونونو څخه راواستوي.