افغانستان 10 اسد 1402 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

رینا امیري: د افغانانو او د بشري حقونو د مدافعینو په ټینګار موږ له طالبانو سره مستقیمې خبرې وکړې

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په دوحه کې د سرپرست حکومت له استازو سره د لیدنې او خبرو پر وړاندې د پراخو نیوکو په غبرګون کې دا څرګندونې کړې دي چی موږ له طالبانو سره د “افغانانو او د بشري حقونو مدافعینو د پراخ ټینګار” په خاطر مستقیمې خبرې وکړې. امیري په یوه ټویټ کې ویلي: «له طالبانو سره د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې د سختو بندیزونو په اړه د افغانانو او د بشري حقونو د مدافعینو د پراخ اصرار له مخې له خپلو همکارانو سره له طالبانو سره په خبرو کې شامل شوم. ” هغه ټینګار وکړ چې د دوحې په دوه ورځنۍ غونډه کې مو په ټولیز ډول په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د ښه والي پر بیړنۍ اړتیا ټینګار کړی دی.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *