په غزني کې د عاشورا په ورځ د حسیني عاشورا پر مراسمو د حکومت د سرپرستو ځواکونو د ډزو له امله د وژل شویو کسانو شمېر څلور تنو ته ورسېد.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د غزني په نوآباد سیمه کې پر حسیني ماتم کوونکو د دولتي ځواکونو د ډزو په پایله کې د یوه ۱۲ کلن ماشوم په ګډون څلور تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه کسان د وسله والو طالبانو د مخامخ ډزو په پايله کې وژل شوي او ټپيان دي. د غزني ولايت چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.