د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په یوه راپور کې اعلان کړی چې تر یو میلیون ډېر داخلي بې ځایه شوي کسان خپلو سیمو ته ستانه شوي دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو په موده کې تر یو میلیون ډېر داخلي بې ځایه شوي کسان خپلو اصلي سیمو ته ستانه شوي دي. په راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۳ کال کې له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته د کډوالو په خپله خوښه راستنېدو کې هم زیاتوالی راغلی دی.