وروسته له هغې چې سرپرست حکومت د محرم په مراسمو بندیز ولګاوه، د شیعه علماوو شورا له خلکو وغوښتل چې د امنیتي دلایلو له مخې په واټونو کې د ماتم له جلوسونو ډډه وکړي. دغې شورا له شیعه ګانو هم وغوښتل چې په انفرادي ډول په کابل کې د ابوالفضل او سخي زیارتونو ته ولاړ شي. د شیعه علماوو شورا په یوه بیان کې د حسیني له ماتمیانو غوښتي چې د محرم په اوومه او لسمه په واټونو کې د ماتمونو د کاروانونو له پیلولو ډډه وکړي.