د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د اسيايي فوټسال سياليو په لومړۍ لوبه کې د یکشنبې په ورځ د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې له قرغزستان سره لوبه وکړه او د ۴-۵ په توپير يې وګټله. په دې سیالیو کې د افغانستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان، قرغزستان او ترکمنستان د فوټسال لوبډلې ګډون لري. دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان وکړ چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په ایران کې له تمریناتي دورې وروسته د مرکزي اسیا د فوټسال سیالیو په لومړي پړاو کې د ګډون په موخه تاجکستان ته ولاړه.