تحلیل سیاسی 29 سرطان 1402 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

په افغانستان کې د ترهګرو خوځښتونو په اړه د سیمې اندېښنې

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وايي، که نړیواله ټولنه په افغانستان کې د ترهګرو خوځښتونو ته پام ونه کړي، د هغې منفي پایلې به پر سیمه او نړۍ اغېز وکړي. امیر عبداللهیان د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو له همغږې کوونکې سره په لیدنه کې ویلي، چې د دې ستونزې د حل لارې ته اړتیا ده. په دې کتنه کې ښاغلي عبداللهیان په افغانستان کې د یوه جامع حکومت د جوړولو او له ترهګرۍ سره د مبارزې ارزښت و ارزاوه او د افغانستان د ننګونو د حل لپاره یې د سیمه ییزو نوښتونو پر ملاتړ ټینګار وکړ. د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په اوسنیو حالاتو کې د سینیرلی اوغلو ماموریت دروند او ستونزمن وباله او هیله یې څرګنده کړه چې هغه به د افغانستان د واقعیتونو دقیقه ارزونه وکړي. په ورته وخت کې د افغانستان بل گاونډي هېواد پاکستان هم په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د فعاليتونو پر پراختيا او د هغوی پر پناهځایونو سخته اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې پاکستان نور نه شي کولای د طالبانو د کړنو پر وړاندې چوپه خوله پاتې شي. د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف ویلي، چې د افغانستان د سرپرست حکومت دریځ ته د پام پرته پاکستان د ترهګرۍ د له منځه وړلو هوډ لري. د افغانستان نور ګاونډیان هم ورته د خطر احساس لري او په وار وار یې ټینګار کړی چې افغانستان باید د سیمې او نړۍ امنیت ته د ګواښ ځای نه وي. سیمې هېوادونه اندېښمن دي چې افغانستان به د دوی امنیت ته د ګواښ مرکز نه شي. که څه هم طالبان توانېدلي چې په افغانستان کې له یو شمېر ترهګرو ډلو سره د مقابلې لپاره د پام وړ اقدامات وکړي، خو له ټولو سخت دریځو ډلو سره د مقابلې لپاره دا یو جامع اقدام نه شي ګڼل کېدای. له بلې خوا، دا ممکنه ده چې طالبان په اوسني پړاو کې د افراطي ګواښونو په وړاندې بریالي ښکاره شي، مګر دا تضمین نشي کولی چې ترهګر به په راتلونکي کې په افغانستان کې حرکت ونه کړي. د سیمې د هېوادونو پرله پسې اندېښنې دا په ډاګه کوي چې وضعیت لا هم په افغانستان کې د سخت دریځو ډلو د فعالیتونو لپاره چمتو دی او طالبان مسوولیت لري چې په افغانستان کې د هغوی د فعالیتونو مخه ونیسي، ځکه چې په افغانستان کې د هغوی شتون نه یوازې د سیمې او نړۍ په زیان دی، بلکې افغانستان هم تر ټولو زیات زیان او خطر سره مخ کوي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *