د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د پاکستان استازي کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې افغانانو ته په دغه هېواد کې د امنیت او ثبات د ټینګښت مبارکي ورکړې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت کابل ته د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني سفر ته په اشارې سره ویلي، چې دغه پاکستاني چارواکي په کابل کې امیر خان متقي ته په افغانستان کې د امنیت او ثبات د تامین له امله مبارکي وویله او د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو پر اړتیا ټینګار وکړ او په دوام وويل، پاکستان چمتو دى چې له افغانستان سره په سوداګريزو، اقتصادي، سياسي او نورو برخو کې د دوه اړخيزو همکاريو د پراختيا په برخه کې يو ځانګړى ميکانيزم وټاکي.