سرپرست حکومت په یوه اعلامیه کې چې نن د پنجشنبې په ورځ (د سرطان ۲۹مه) خپره شوه، د محرم په ورځو کې د امنیت د تامین لپاره ځانګړې کمېټه جوړه کړې ده.
په دې غونډه کې چې د سرپرست حکومت د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ جوړه شوې وه، اعلان شو چی دغه ځانګړې کمېټه د بېلابېلو وزارتونو او څانګو په شتون سره د محرم په ورځو کې د ډاډمن او خوندي چاپېریال د رامنځته کولو په موخه جوړه شوه. او د هغې چارواکي باید د شیعه ټولنې سره د همغږۍ او د دوی د مراسمو د ښه ترسره کولو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړي.