په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي له سرپرست حکومته غوښتي چې د پوهنې فعال او د راه قلم بنسټ ایښودونکی مطیع الله ویسا دې ژر تر ژره له بنده خوشې کړي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ د سې شنبې په ورځ د سرطان په ۲۷ مه په یوه ټویټ کې وویل چې مطیع الله ویسا د طالبانو له خوا په ناحقه له ۱۴۴ ورځو راهیسې بندي دی. هغه زیاته کړه: “هغه حق لري چې وکیل ته لاسرسی ولري او له خپلې کورنۍ سره وویني او زه یوځل بیا د هغه د سمدستي او غیر مشروط خوشې کیدو غوښتنه کوم.