خبرونه 25 سرطان 1402 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

ندا محمد ندیم غوښتنه وکړه چې پاکستاني استادان دې د افغانستان په نړیوال پوهنتون کې تدریس وکړي

د حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم په کابل کې د پاکستان له سفیر سره په کتنه کې د افغانستان په نړیوال پوهنتون کې د تدریس لپاره د پاکستاني استادانو د استولو غوښتنه وکړه. د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي همکاریو د پراخولو په اړه خبرې وکړې. د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د پاکستان له سفیر څخه وغوښتل چې په پاکستان کې د افغان محصلینو د ویزو ستونزه حل کړي او پاکستاني استادان په ځانګړي ډول افغان نړیوال پوهنتون کې د تدریس لپاره واستوي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *