خبرونه 22 سرطان 1402 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د ایران د کورنیو چارو وزیر: افغان کډوال د ایران لپاره هېڅ ډول امنیتي ننګونه نه جوړوي

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي له ایسنا خبري اژانس سره په خبرو کې اعلان وکړ چې په ایران کې څه باندې شپږ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي او دغه کډوال د ایران لپاره کومه امنیتي ننګونه نه لري. د ایران د کورنیو چارو وزیر په ایران کې د افغان کډوالو د شمیر او د هغوی د څارنې او تنظیم د څرنګوالي په اړه وویل: موږ دقیق احصایې نه شو ویلای، خو د اټکل له مخې په ایران کې د افغان کډوالو شمیر له پنځو میلیونو څخه زیات دی. ” وحیدي ویلي دي چې د ایران امنیتي ادارې د افغان کډوالو څارنه کوي، خو د دغو کډوالو د ښه مدیریت لپاره یو پیاوړي جوړښت ته اړتیا ده.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *