په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر د افغانستان او پاکستان ترمنځ لانجه یوه خیالي کرښه بللې او ویلي یې دي، چې ډیورنډ له پاکستان سره زموږ پوله نه ده.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین ویلي، د افغان حکومت تګلاره سوله ییز ژوند او له ګاونډیو او نورو هېوادونو سره ښې اړیکې لري. شاهین له پاکستان سره د اړیکو په اړه زیاته کړه چې دا د اسلام اباد په حکومت پورې اړه لري چې کومه تګلاره غوره کړي. نوموړي هم ډیورنډ یوه خیالي کرښه وبلله او ویې ویل چې د افغانستان پوله له پاکستان سره نه ده