د حکومت اجرائيه مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په تهران کې د افغانستان د سفارت له سرپرست مولوي فضل محمد حقاني سره په کتنه کې وويل چې حکومت له ګاونډيانو سره د ښو او دوستانه اړيکو غوښتونکى دى
معمار پرس د خبر له مخې؛ دا په داسې حال کې ده، چې نن سه شنبه د سرطان ۲۰ مه د سرپرست حکومت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چی د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت مشر په دغه هیواد کښې د افغان مهاجرینو د وضعیت او د دواړو هیوادونو د سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو د وضعیت په هکله معلومات وړاندې کړل. حقاني د الکترونیکي تذکرو د ویش د پیل او مهاجرینو ته د اسانتیاوو برابرول اړین وبلل او د طالبانو له مشرتابه یې وغوښتل چې دې مسلو ته پام وکړي.