د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره وکتل او د همکاریو پر پراختیا یې ټینګار وکړ.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تېره شپه (د سرطان ۱۷مه) په کابل کې د جاپان د سفیر څرګندونې ته په حواله ویلي دي چې د هغه هېواد غواړي چې د نشه يي توکو، پوهنې، د اقلیم د بدلون، تاریخي اثارو، روغتیا او نورو برخو کې همکاري پراخه کړي. امیرخان متقی همداراز وویل، نړۍ باید د امنیت د تامین، مخدره موادو، پوهنې، د معتادینو د درملنې، روغتیایی خدمتونو او نورو برخو کې له لاسته راوړنو سترګې پټې نه کړی؛ د منفي حرکت پر ځای د دې لاسته راوړنو د ملاتړ لپاره د حل لاره غوره کړئ.