پخواني ولسمشر حامد کرزي د جرمني د بهرنیو چارو له وزیرې انالینا بیربوک سره په یوه ویډیويي کنفرانس کې د افغانستان پر روانو حالاتو او نورو مسایلو خبرې وکړې او له افغانستان سره یې د جرمني د بشري مرستو د دوام غوښتنه وکړه. کرزي په دې کتنه کې له افغانستان سره په تېرو دوو کلونو کې د جرمني د مرستو قدرداني وکړه او له افغانانو سره يې د دغو مرستو د دوام غوښتنه وکړه. دغه راز نوموړي د نجونو د زده کړې او د کار بازار ته د ښځو د راستنېدو په برخه کې د بيربوک د هڅو ستاينه وکړه او د نجونو زده کړه يې د هېواد د روښانه او هوسا راتلونکي لپاره مهمه وبلله. په دغه ویډیو کنفرانس کې په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات د تامین پر لارو چارو او د بین الافغاني خبرو پر اهمیت هم خبرې او تبادلې وشوې.