په افغانستان کې د ښځو پر زده کړو د دوامدارو محدودیتونو په غبرګون کې د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې د طالبانو دا کړنې به راتلونکي نسل ته سخت زیان ورسوي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د بشري حقونو د څار په سازمان کې د ښځو د څانګې مشرې هیدر بار اعلان وکړ چې د نجونو د زده کړو محدودیت د افغانستان د راتلونکي لپاره جدي پایلې لري او دا زیان به د راتلونکو نسلونو لپاره تکرار شي. نوموړي په خپل ټویټر کې دا اعلان هم کړی، چې د نجونو د زده کړو فعال او د “راه قلم” ټولنې مشر مطیع الله ویسا له درېیو میاشتو راهیسې د طالبانو په زندان کې دی.