افغانستان 15 سرطان 1402 - 1 کال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند: له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه وروستی راپور نیمګړی دی

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د امریکا وروستي راپور ته په غبرګون کې ویلي چې دغه راپور نیمګړی دی او د ملکي تلفاتو احصایې په کې نه دي ذکر شوي.

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وانګ وینبین له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه په راپور نیوکه وکړه او ویې ویل چې د امریکا مداخله په دغه هېواد کې د ملکي تلفاتو د زیاتوالي لامل شوې ده. هغه زیاته کړه: د خواشینۍ ځای دی، هغه مسایل چې امریکا یې په حقیقت کې مطالعه او درک کولو ته اړتیا درلوده، د دغه هیواد په وروستي راپور کې نه دي منعکس شوي، د بیلګې په توګه له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه، د ډیموکراسۍ تر نامه لاندې د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه، او له ترهګرۍ سره په انتخابي ډول مبارزه چې د ترهګرۍ د زیاتوالي لامل شوه، د بې ګناه افغان ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لامل شو او نړۍ او سیمه یې په ګډوډۍ کې ډوب کړه.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *