په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د طالبانو له سرپرست حکومته غوښتي چې د ښځو د ویښتو د سالونونو د بندولو حکم دې ودروي
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو له خوا د ښځو د ویښتانو د سالونونو د تړلو په غبرګون کې یوناما اعلان وکړ چې د ښځو پر وړاندې د نویو بندیزونو د لګولو ترڅنګ د کورنیو او هېواد پر اقتصاد هم منفي اغېز کوي. یوناما زیاته کړه چې د طالبانو دغه حکم هم «د ښځو د متشبثینو له اعلان شوي ملاتړ سره په ټکر کې دی». دې ادارې ټینګار وکړ چې “دا د هغو شریکانو سره اړیکه لري چې د محدودیتونو لغوه کولو په لټه کې دي.