د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف وايي، تاجکستان او پاکستان په افغانستان کې دننه له امنیتي ګواښونو سره مخ دي
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف د تاجکستان له دفاع وزیر شېرعلي میرزا سره په کتنه کې ویلي چې دواړه هېوادونه د خپل ګاونډيتوب له امله له افغانستان څخه له امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي. اصف ویلي چې “د افغانستان ټولې مسلې باید په سوله ییزه توګه حل شي.” د پاکستان د دفاع وزیر په سیمه کې د سولې او ثبات په ټینګښت کې د تاجکستان د رول ستاینه وکړه او د دغه هېواد له وسله والو ځواکونو سره یې د استخباراتي او تخنیکي همکاریو د زیاتولو غوښتنه وکړه.